افغانستان

په بدخشان کې جمعه‌خان فاتح له خپلو وسله‌والو سره له غرنیو مورچلو ښکته شوی

د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه‌خان فاتح تېره شپه له خپلو وسله‌والو کسانو سره له غرنیو مورچلو ښکته شوی دی.

سرچینې وايي، فاتح له یوې هوکړې وروسته د طالبانو د پوځ له لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت سره یوځای شوی او د دواړو لورو ترمنځ خبرې لا هم روانې دي.

د هوکړې بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي، خو امنیتي سرچینې وايي، د فاتح د کسانو بشپړ بې‌وسلې کول د هوکړې له مهمو شرطونو څخه دي.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو ځواکونو او د جمعه‌خان فاتح د کسانو ترمنځ په نسي او د بدخشان په ځینو نورو سیمو کې د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو. فاتح مخکې په یوه غږیز پیغام کې د شخړې د حل لپاره د خبرو غوښتنه کړې وه.

بي‌بي‌سي وايي، تر اوسه یې په دې اړه د جمعه‌خان فاتح یا د هغه د ملګرو نظر نه دی ترلاسه کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *