د اسوشیټډ پریس خبري آژانس د راپور له مخې، په اژه سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د یوه ماشوم په ګډون ۱۹ تنه افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
راپور زیاتوي، چې دغه کډوال د ترکیې د امنیتي ځواکونو څخه د تېښتې په حال کې وو، چې کښتۍ یې له پېښې سره مخ شوه. د د ترکيې ساحلي ساتونکي ځواکونه وایي، له دې پېښې څخه ۲۱ نور کډوال ژغورل شوي دي.
د یادو سرچینو په وینا، تر دې دمه د قربانیانو له ډلې څخه د ۱۸ کسانو مړي له اوبو څخه راایستل شوي او د پاتې یوه جسد د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.
د معلوماتو له مخې، د کښتۍ ټول سپرلۍ افغان کډوال وو، چې د نامنظمو لارو له لارې اروپا ته د تګ هڅه یې کوله.
