افغانستان

پر کونړ د پاکستاني ځواکونو توپچي برید؛ یو کس شهید شوی او څلور ماشومان ټپیان دي

نن چهارشنبه مازدیګر شاوخوا ۴:۵۰ بجې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالي اړوند د نواپس په دوسرکۍ سیمه کې د پاکستاني پوځي رژیم ځواکونو پر ملکي سیمو توپچي برید کړی دی.

د راپورونو له مخې، په دې برید کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور ماشومان ټپیان شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

ځایي سرچینې وایي، چې مرمۍ په مستقیم ډول پر ملکي کورونو لګېدلې دي، چې له امله یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او خبرو اترو راپورونه خپاره شوي، خو بل لور ته پر فرضي کرښه د ورته بریدونو دوام د ملکي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *