Home افغانستان پاکستان له افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی
افغانستان سیاست نړۍ

پاکستان له افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، اسلام‌اباد هڅه کوي، چې له افغانستان، چین، بنګله‌دېش او نورو هېوادونو سره درې‌اړخیزې او سیمه‌ییزې همکارۍ پراخې کړي.

اسحاق ډار تېره شپه د لاهور ښار کې د جنوبي اسیا د حسابدارانو فدراسیون کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي دي، چې پاکستان نور نه شي کولی په انزوا کې پاتې شي. هغه زیاته کړې، چې د جنوبي اسیا هېوادونه د اقتصادي همکاریو له لارې سترې ګټې ترلاسه کولی شي او د سیمې ثبات او همکاري د ټولو هېوادونو په ګټه ده.

په ورته وخت کې، د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا ایالتي مشر میا افتخار حسین په پېښور کې د باچا خان مرکز یوې غونډې ته ویلي دي، چې د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره سوله‌ییزې او سوداګریزې اړیکې د وخت مهمه اړتیا ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه باید د سیاسي اختلافاتو پر ځای اقتصادي همکارۍ او متقابلې اړیکې پیاوړې کړي، ځکه دا کار د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي ودې لپاره ارزښت لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پاکستان په وروستیو کلونو کې د خپلو ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د متضادو سیاستونو له امله له ډیپلوماټیکو او سیمه‌ییزو ننګونو سره مخ شوی او د شنونکو په باور، له ګاونډیو سره د باور فضا بیا رغول د اسلام‌اباد لپاره یوه مهمه اړتیا بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version