Home سیاست پاکستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي کړکېچ، ترټولو سخت پړاو سره مخ دی
سیاست نړۍ

پاکستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي کړکېچ، ترټولو سخت پړاو سره مخ دی

 

پاکستان کې ځینو فعالو خبریالانو رڼا سره په خبرو کې، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې دا مهال پاکستان له سختو امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ دی.

د دوی په باور هلته پوځ ورځ تر بلې د قدرت د انحصار نامشروع هڅې کوي او دا د دې لامل شوی چې هلته سیاسي ډلې د دوی پر وړاندې بې باوره شي.
پاکستاني سیاسي حرکتونه دې پایلې ته رسېدلي چې واک په بشپړه توګه د پوځي رژیم بڼه خپله کړې او داسې حالت رامنځته شوی چې پخوا به یواځې د پوځي کودتاو په پایله کې رامنځته کېده.
هلته یوازې اپوزېسیوني سیاستوال ناراضه نه دي، بلکې په دې هیواد کې ظاهري سیاسي واکمنان هم جدي اندېښنه لري خو د پوځ له وېرې غږ نه کوي.
دا ځل ناامني یوازې د مستعمره پښتونخواه او بلوچستان پورې محدوده نه ده بلکې پنجاب او د بلتستان سیمو ته یې هم لمن غځېدلې.
پر پوځ او پولیسو بریدونه د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي.
یوازې مستعمره پښتونخوا کې د تېر کال په پرتله څه باندې ۲۰۰ بریدونه زیات شوي، ګلګت کې بیا یوې پېښې کې ۴ استخباراتي کارکوونکي ووژل شول او په پنجاب کې بیا د پوځ مهم مرکزونه په نښه شول.
ځینې پاکستاني سیاستوال د ناامنۍ ډېرېدل هم د پوځ د مستبدانه او شرپسنده پالېسیو پایله بولي.
د همدې ژورنالېستانو د معلوماتو پر بنسټ په پورونو کې ډوب پاکستاني واکمن د اقتصادي حل پر ځای بیا د شاوخوا دوه میلیاردو ډالرو پور د احتمالي تصویب لپاره د خوښۍ جشنونه نیسي چې دا په خپل ذات کې د دوی له لوري د ولس د تېرایستلو هڅه ده.
په سوداګرۍ کې هم پاکستان ته د خپلو صادراتو لاره په یوه اغزنه او تړل شوې لاره بدله شوې؛
د افغانستان سره سوداګري او ترانزیت د پاکستان لپاره ارزانه، اسانه او ګټوره لاره وه خو د کابل له لوري د دې لارو بندول د پاکستاني سوداګرو او تولیدي فابریکو ګټه پر تاوان اړولې ده.
پاکستانۍ مالټې او نورې مېوې په بازارونو کې خوسا شوې، یوازې د درملو کمپنیو  په تېرو څو ورځو کې ۲۰۰ مېلیونه ډالر زیان کړی.
د درملو د کمپنیو په ګډون ګڼو تولیدي فابریکو خبر ورکړی چې د دې لارو تړلي پاتې کېدل به د دوی کاروبار سقوط کړي.
د پاکستان د سیاسي انزوا بحث هم د پام وړ دی
په سیمه کې سیاسي تفاهمات روان دي خو پاکستان د سیمې او ګاونډیو سره لا همغسې لاس او ګرېوان دی، نړۍ هم په پاکستان کې د ولسواکۍ د زندۍ کېدلو او د پوځ د مستبدانه تسلط د زیاتېدو له کبله پر اوسني پاکستان بې باوره شوې.

د متحده ایالاتو د کانګرس ۴۴ غړو د پاکستان پر لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ پر مشر، عاصم منیر د بندیزونو غوښتنه کړې ده.
دا غوښتنه امریکايي ډیموکرات استازو په یوه لیک کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته استولې او له هغه یې د روانې ډسمبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې د رسمي ځواب غوښتنه کړې ده.
په لیک کې یادونه شوې چې اپوزیسیون مشران له محکمې پرته بندي ساتل کېږي، خپلواک خبریالان د ځورونې یا جلاوطني سره مخ دي او په ټولنیزو رسنیو د نظر څرګندونکي زندان ته رسوي.
د لیک د متن له مخې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان حالت په ځانګړي ډول اندېښمنوونکی بلل شوی دی.
یادو ژورنالېستانو رڼا ته وویل چې ددې ټولو سره ـ سره د پاکستان پوځ د دومره ناچارۍ سره لاس او ګرېوان شوی چې د پوځ جنرالان یې په خبري کنفرانس کې، په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له تبلیغاتو څخه سر ټکوي او فریاد کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version