د پاکستاني طالبانو (TTP) له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د پښتونخوا د مشهور عالم شیخ ادریس پر وژل کېدو خواشیني څرګنده شوې او د نوموړي کورنۍ او شاګردانو ته یې تسلیت ویل شوی دی.
په اعلامیه کې ادعا شوې، چې دا پېښه د پاکستان د پوځي رژیم د استخباراتي ادارې (ISI) له لوري یوه «جوړه شوې دسیسه» ده.
د یادې ډلې په وینا، دولتي ادارې د خپلو لوېدیځو متحدینو د خوښولو لپاره په سیستماتیک ډول د دیني عالمانو د بدنامولو او لهمنځه وړلو هڅې کوي.
په ورته وخت کې ځینو سیاسي شنونکو رڼا ته ویلي، چې د شیخ ادریس وژنه د استخباراتي ادارو د کړنو برخه ده او په داسې مهال رامنځته شوې چې نوموړي څو ورځې مخکې د اوسني حکومت ستاینه کړې وه.
شنونکي زیاتوي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) تر دې وړاندې هم د هدفي وژنو په پېښو کې د لاس لرلو تورونو سره مخامخ شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
بلخوا، د پاکستان له استخباراتو سره تړلي ځینې ادرسونه او فعالان هڅه کوي، چې د شیخ ادریس د وروستیو څرګندونو پر بنسټ د نوموړي وژنه د حکومتي مخالفینو پر غاړه واچوي.
