په افغانستان کې د قاچاقي توکو پراخ کشف؛ زرګونه کیلوګرامه مالونه نیول شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وایي، په تېرو دوو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پراخې کچې قاچاقي توکي نیول شوي دي.
د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په وینا، د ګرځنده څارنې کارکوونکو د کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې هغه توکي نیولي چې قاچاق کوونکو غوښتل له قانوني ګمرکي محصول پرته هېواد ته وارد کړي.
د چارواکو په وینا، په نیول شویو توکو کې زرګونه کیلوګرامه بېلابېل مالونه شامل دي، چې پکې ۹۳۹۹ کیلوګرامه طبي درمل، ۷۳۲۹ کیلوګرامه وریجې، ۶۴۹۱ کیلوګرامه نوې جامې او ۹۸۰۱ کیلوګرامه پرزې شاملې دي. همدارنګه، اورلګیت، رخت، پټوګان، چاکلېټ، د وېښتانو تېل، شیشهیي توکي، صابون، هینجه، شیدې او کچالو هم په دې لړ کې نیول شوي دي.
راپور زیاتوي، چې نور توکي لکه اچار، کيچپ، نکریزي، اوسپنیزې ارې، تېزاب، د سینګار وسایل، انرژي مشروبات، لبنیات، موبایلونه او سبزيجات هم ضبط شوي دي. سربېره پر دې، کرنیز او حیواني درمل، خام مواد، پلاستیکي کڅوړې او سرکه هم د نیول شویو توکو په ډله کې شامل دي.
د مالیې وزارت وایي، نیول شوي توکي او اړوند شکمن کسان د نورو قانوني اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.
چارواکو ټینګار کړی چې د قاچاق پر ضد به خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي، خو په دې اړه د خپلواکو سرچینو نظر تر اوسه نه دی ترلاسه شوی.
