د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک وایي، د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو جبري بېرته ستنول افغانستان ته د نړۍوالو بشري حقونو او د کډوالو د قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
هغه ویلي، افغان ښځې، ماشومان او نارینه له هغو هېوادونو څخه په زور ایستل کېږي، چې هلته یې د خوندي ژوند هیله لرله، او دا چاره هغوی له جدي خطرونو سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۲۷۰ زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه دي او له ترکیې او تاجکستان څخه هم د بېرته ستنولو راپورونه ورکړل شوي دي. تېر کال بیا له ایران څخه شاوخوا ۱.۲ میلیونه او له پاکستان څخه نږدې ۱۵۰ زره افغانان ایستل شوي وو.
ولکر ترک په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د راپور «بې امنه پناه» ته په اشارې ویلي، هغه افغانان چې په زور بېرته هېواد ته ستانه شوي، له جدي بشري حقونو سرغړونو لکه بېځایه نیول، شکنجه او ناوړه چلند سره مخ شوي دي.
هغه زیاتوي، ښځې او نجونې، د پخواني حکومت او امنیتي ځواکونو غړي، خبریالان، د مدني ټولنې فعالان او د لږکیو ډلې غړي لا هم تر ټولو زیات د غچ اخیستنې او سرغړونو له جدي خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ټینګار کړی، چې جبري بېرته ستنول د “نه ایستلو اصل” له نړۍوال قانون سره په ټکر کې دي او هېوادونه باید خپل نړۍوال مکلفیتونه په جدي توګه مراعات کړي.
نوموړي همداراز د اروپایي هېوادونو له لوري د افغانانو د بېرته ستنولو د نوو پالیسیو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا به د بشري حقونو تضمینونه کمزوري کړي او خلک له خطر سره مخ کړي.
ولکر ترک ویلي، افغانستان له سخت بشري وضعیت او د پولې هاخوا امنیتي کړکېچ سره مخ دی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو او بېثباتۍ اندېښنې لا زیاتې شوې دي.
