هند د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تعلیمي کال لپاره د افغان زدهکوونکو په موخه د «افغان اتباعو ځانګړې بورس» تر نوم لاندې زر آنلاین بورسونه اعلان کړي دي.
په کابل کې د هند سفارت ویلي، دغه بورسونه د هند د کلتوري اړیکو شورا یا ICCR له لوري د «i-Learn» ډیجیټل پلاتفورم له لارې وړاندې کېږي.
په دې پروګرام کې د لیسانس او ماسټرۍ زدهکړې شاملې دي، چې د هنرونو، سوداګرۍ، مدیریت، سوداګرۍ ادارې او کمپیوټر ساینس په ګډون بېلابېل څانګې رانغاړي.
د نوملیکنې بهیر د جولای په ۱۵مه، چې د سرطان له ۲۴مې سره سمون لري، پیلېږي او د جولای تر ۲۴مې، د اسد تر ۲مې، دوام کوي. له غوښتونکو غوښتل شوي چې د نوملیکنې وړاندې د پروګرام لارښود او د درسي څانګو لېست په اړوند پورتال کې ولولي.
هند له ۲۰۲۳ کال راهیسې ورته آنلاین بورسونه هم وړاندې کړي دي. د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو وروسته، د افغان زدهکوونکو لپاره د هند ډېری تعلیمي پروګرامونه له حضوري بڼې آنلاین ته واوښتل.
دا بورسونه داسې مهال اعلانېږي، چې په افغانستان کې لوړو زدهکړو ته د هلکانو لاسرسی سخت شوی دی او په ځانګړي ډول ښځې او نجونې ورڅخه په بشپړ ډول بې برخې شوې دي.
