Home لوبې نسیم شاه جریمه شو؛ د پښتنو پر وړاندې د پاکستان د چلند په اړه بیا بحثونه راپورته شوي
لوبې نړۍ

نسیم شاه جریمه شو؛ د پښتنو پر وړاندې د پاکستان د چلند په اړه بیا بحثونه راپورته شوي

د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره لوبېدونکی پښتون چټک توپ اچوونکی نسیم شاه د ټولنیزو رسنیو پر یوه پوسټ وروسته جریمه شوی، چې ورسره د پښتنو پر وړاندې د پاکستان د ریاست چلند یو ځل بیا د بحث موضوع ګرځېدلی دی.

راپورونه وایي، چې نسیم شاه وروسته له هغې جریمه شوی، کله چې نوموړي پر خپل اېکس پاڼه د پاکستان سوپر لیګ د مراسمو په اړه د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز اړوند یو پوسټ خپور کړی و.

د معلوماتو له مخې، د دې پېښې وروسته پر نوموړي شاوخوا دوه کروړه جریمه لګول شوې ده. همدارنګه نسیم شاه خپل د ټولنیزو رسنیو مشاور هم له دندې ګوښه کړی، چې ویل کېږي اوس د پاکستان کرکټ بورډ له خوا په تور لېست کې شامل شوی دی.

نسیم شاه ته د یاد پوست وروسته ګڼو پنجابي لیکوالانو او خبریالانو لیکلي وه، چې “تاسو خپل وطن افغانستان ته لاړ شئ.”

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په پاکستان کې د پښتنو پر وړاندې د چلند موضوع له اوږدې مودې راهیسې د بحث وړ ده. په یاد هېواد کې پښتانه لوبغاړي او عام وګړي له کلونو کلونو راهیسې د تبعیضي چلند سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version