Home لوبې شاهین شاه افریدي باندې د ۱۰ لکه روپیو جریمه لګولې شوې ده
لوبې نړۍ

شاهین شاه افریدي باندې د ۱۰ لکه روپیو جریمه لګولې شوې ده

د راپورونو له مخې، څو ورځې وړاندې شاهین شاه افریدي او سکندر رضا په هوټل کې ځینې غیر مسؤل کسان په زور خپلې کوټې ته داخل کړي وو، چې له امله یې امنیتي اندېښنې راپورته شوې.

د پنجاب پولیسو د پېښې په تړاو اقدام کړی او د پاکستان کرکټ بورډ او د پي‌اېس‌اېل ادارې ته یې یو رسمي لیک استولی، چې پکې یې تور پورې کړی، چې دواړو لوبغاړو د امنیتي مقرراتو خلاف عمل کړی او غیر اړوند کسان یې هوټل ته دننه کړي دي.

پولیسو په خپل لیک کې ټینګار کړی، چې په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي. له همدې امله د لاهور قلندرز ادارې سمدستي اقدام کړی او پر شاهین افریدي یې جریمه لګولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د یاد لیګ د پیل سره سم ګڼې ستونزې راپورته شوې دي، چې د کرکټ تبصره کوونکي وایي، چې ښایي دغه لیګ یو خراب حالت ته داخل شوی.

د یادونې وړ ده، چې پر دغه لیګ د پاکستان کرکټ پخواني ګڼ لوبغاړي نیوکې کوي، چې د پاکستان سوپر لیګ معیاري حالت له لاسه ورکړی دی، چې یو لامل یې د هند غوره لیګ پیل کړل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version