Home نړۍ ایران: د اسلام‌اباد په خپل‌سرو غونډو کې ګډون نه کوو
نړۍ

ایران: د اسلام‌اباد په خپل‌سرو غونډو کې ګډون نه کوو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، تهران په اسلام‌اباد کې د ځینو هېوادونو لخوا په خپل سر جوړو شویو ډیپلوماټیکو غونډو کې ګډون نه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې په اسلام‌اباد کې د پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر ترمنځ روانې ډیپلوماټیکې هڅې د دغو هېوادونو خپل ابتکار دی او ایران پکې ښکېل نه دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا ډول ناستې د سیمې د ځینو هېوادونو له‌خوا په خپل سر تنظیم شوې او تهران پکې ګډون نه کوي. د هغه په وینا، ایران د سیمې د مسایلو په اړه خپل مستقل دریځ لري او په هر ډول سیمه‌ییزو هڅو کې د ګډون پرېکړه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د منځني ختیځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د سیمه‌ییزو دیپلوماټیکو هڅو راپورونه زیات شوي دي. کارپوهان باور لري، چې د سیمې د مهمو لوبغاړو ترمنځ همغږي د کړکېچونو د حل لپاره مهمه ده، خو د ځینو هېوادونو نه ګډون کول ښایي دا هڅې له ننګونو سره مخ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version