Home نړۍ مونیخ غونډه: د اروپا-امریکا اړیکې، نړۍوال نظم او امنیتي ننګونو په اړه پکې بحثونه شوي
نړۍ

مونیخ غونډه: د اروپا-امریکا اړیکې، نړۍوال نظم او امنیتي ننګونو په اړه پکې بحثونه شوي

د مونیخ امنیتي غونډه چې پرون پیل شوې، سبا هم دوام کوي. د اروپا او امریکا د اړیکو راتلونکی، د نړۍوال نظم ننګونې، د سترو قدرتونو رول، جیوپولیتیکي سیالۍ او د منځني ختیځ کړکېچونه د دې غونډې مهم بحثونه دي.

د ناستې په لومړۍ ورځ ګډونوالو د نړۍوال نظم د کمزوري کېدو خبرداری ورکړ او د ګډ اقدام غوښتنه یې کړې. د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس ویلي، چې نړۍ د سترو قدرتونو د غوښتنو پر بنسټ روانه ده او امریکا نور نه شي کولی یوازې د نړۍوال رهبر رول ولوبوي. هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر یو اړخیزو سیاستونو نیوکه وکړه.

همدارنګه د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د یوې پیاوړې او خپلواکې اروپا پر اړتیا ټینګار وکړ.

د غونډې په دوهمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا فون درلاین هم ګډون کړی. روبیو د امریکا او اروپا ترمنځ د اتحاد پر ارزښت ټینګار کړی او د نړۍوالو بنسټونو د اصلاح غوښتنه یې کړې.

سره له دې، له افغانستان او ایران څخه کوم رسمي استازی دې غونډې ته نه دی بلل شوی. تمه ده چې په راتلونکو ناستو کې د اوکراین جګړه، د نړۍوالو بنسټونو اصلاح او د اروپا دفاعي وړتیاوې هم وڅېړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version