Home افغانستان د فبرورۍ ١٣ د راډیو نړۍوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.
افغانستان

د فبرورۍ ١٣ د راډیو نړۍوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

نن د راډیو نړیواله ورځ ده، په همدې مناسبت د افغانستان د خبریالانو ټولنه وایي، دا مهال په افغانستان کې ۳۹۴ راډیوګانې فعالې دي، چې ۲۹۵۶ کسان پکې دندې ترسره کوي.

راډیو چې له لسیزو راهیسې د خلکو د خبرتیا، پوهاوي او فرهنګي پیوستون یوه مهمه وسیله بلل کېږي، لا هم د افغانستان په ډېرو لرو پرتو سیمو کې د خلکو د معلوماتو تر ټولو اسانه سرچینه ده. خو د دې ارزښت تر څنګ د راډیو سکتور له جدي ستونزو سره هم مخ دی.

د رسنیو د څار بنسټونه وایي، په اوسنیو شرایطو کې ګڼ شمېر  راډیوګانې د اقتصادي ستونزو، د اعلانونو نشتوالي او د تمویلوونکو ملاتړ کمېدو ګڼې راډیوګانې له تړل کېدو سره مخ کړې او د ګڼو خبریالانو دندو ته یې د پای ټکی ایښی دی.

د رسنیو خپلواک بنسټونه وایي، د کاري محدودیتونو زیاتوالی، د محتوا پر تولید فشارونه، او د مسلکي خوندیتوب نشتون هغه ننګونې دي، چې د راډیو خبریالان یې هره ورځ تجربه کوي.

ډېری خبریالان وایي، د ازادانه کار فضا محدوده شوې او دا چاره د خپرونو پر کیفیت مستقیم اغېز لري.

په هېواد کې د طالبانو واک ته په رسېدو سره د ښځینه کارکوونکو وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل کېږي. د خبریالانو ټولنې او بنسټونه ټینګار کوي، چې په ډېرو راډیوګانو کې د ښځو حضور کم شوی او دا د رسنیو تنوع او ټولنیز انعکاس ته زیان رسوي.

سره له دې ټولو ستونزو، راډیو لا هم د خلکو ترمنځ خپل ځای ساتلی. د رسنیو فعالان وایي، که د راډیوګانو ملاتړ وشي، د بیان ازادي خوندي شي او مسلکي چاپېریال برابر شي، راډیو کولی شي یو ځل بیا په افغانستان کې د عامه پوهاوي او ټولنیز یووالي مهم رول ولوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version