Home افغانستان مهرالدین: تاجیکستان د افغانستان د ستونزې د سوله‌ییز حل لپاره د ملي خبرو اترو ملاتړ کوي
افغانستان سیاست

مهرالدین: تاجیکستان د افغانستان د ستونزې د سوله‌ییز حل لپاره د ملي خبرو اترو ملاتړ کوي

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین ویلي، هېواد یې د ملي خبرو اترو له لارې د افغانستان د قضیې د سوله‌ییز او سیاسي حل ملاتړ کوي.

مهرالدین دغه څرګندونې پرون په مسکو کې د ډله‌ییز امنیت په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان مسئلې ته دې خپله پاملرنه نه کموي.

هغه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تر څنګ په خپله وینا کې ویلي، یو باثباته او سوله‌ییز افغانستان د منځنۍ اسیا د امنیت د ټینګښت لپاره اساسي شرط دی.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې په افغانستان کې ثبات د سیمې په کچه د اقتصادي، ترانسپورتي او انرژۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره هم اړین دی.

نوموړي همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د نویو امنیتي ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره همغږي اقدامات ترسره کړي.

تاجیکستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره محدودې اړیکې لري او تر اوسه یې د دې ډلې هېڅ دیپلومات په رسمیت نه دی منلی. په دوشنبه کې د افغانستان سفارت لا هم د تېر جمهوري نظام د دیپلوماتانو تر کنټرول لاندې دی.

سره له دې، د طالبانو چارواکي وخت ناوخت تاجیکستان ته سفرونه کوي او له تاجیکستاني چارواکو سره لیدنې لري، خو دغه اړیکې لا هم په لوړه کچه نه دي پراخې شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version