Home افغانستان ملګري ملتونه: د لارو تړل کېدو او جګړو د افغانستان د ماشومانو د خوړو مرستې سختې اغېزمنې کړې
افغانستان

ملګري ملتونه: د لارو تړل کېدو او جګړو د افغانستان د ماشومانو د خوړو مرستې سختې اغېزمنې کړې

ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (WFP) لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د لارو تړل کېدو او جګړو له امله رامنځته شوې ګډوډۍ په افغانستان کې د خوراکي مرستو بهیر سخت اغېزمن کړی او له کبله یې شاوخوا یو میلیون نور ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.

د د خوړو نړۍوال پروګرام د مرستیال اجرائیوي رئیس «کارل سکاو» ویلي، چې د لېږد په لارو کې د ځنډ، د لګښتونو زیاتوالي او د اکمالاتي زنجیر د ګډوډۍ له امله دغه اداره نه ده توانېدلې خپل ټاکلی هدف په بشپړ ډول ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې، چې د سږ کال لپاره د تمویل له هدفه یوازې ۸ سلنه تر اوسه ترلاسه شوې، چې دا وضعیت په افغانستان کې د بشري مرستو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

د راپور له مخې، د جګړو او د لارو د بندېدو له امله د خوراکي توکو او سون توکو بیې لوړې شوې او د مرستو رسولو بهیر لا هم له ستونزو سره مخ دی.

د خوړو نړۍ وال پروګرام وایي، که دا خنډونه نه وای، نو کولی شول په افغانستان کې یو میلیون نور ماشومان له خوارځواکۍ وژغوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version