Home افغانستان افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو ۱۷۰۰ ورځې پوره شوې
افغانستان

افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو ۱۷۰۰ ورځې پوره شوې

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو ۱۷۰۰ ورځې پوره شوې، چې له امله یې د میلیونونو نجونو د زده‌کړو بهیر په ټپه ولاړ پاتې دی.

په دې موده کې د هېواد دننه یو شمېر افغانان، د مدني ټولنې فعالان او د پوهنې کارپوهان په پرله‌پسې ډول د دې بندیز د پای ته رسولو غوښتنه کوي او ټینګار کوي، چې د نجونو زده‌کړې د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي اهمیت لري.

له بلې خوا، ګڼ نړۍ وال بنسټونه او د بشري حقونو سازمانونه هم له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او د زده‌کړې حق بېرته ورکړي. خو د دې ټولو غوښتنو سره سره، د طالبانو له لوري تر اوسه کومه عملي کړنلاره نه ده اعلان شوې او د نجونو د ښوونځیو وضعیت په خپل حال پاتې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version