Home افغانستان ملا محمد یعقوب: که جګړه لس کاله هم دوام وکړي، مونږ ورته چمتو یو
افغانستان

ملا محمد یعقوب: که جګړه لس کاله هم دوام وکړي، مونږ ورته چمتو یو

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له طلوع نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، چې افغانستان تل هڅه کړې له پاکستان سره خپلې ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي، خو د ده په وینا، پاکستان د سولې لپاره ریښتینې لېوالتیا ونه ښوده.

نوموړي وویل، چې د یو شمېر هېوادونو په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات روان وو، خو په عمل کې داسې ښکاره کېده، چې پاکستان جګړې ته چمتو و، نه خبرو ته. د هغه په وینا، د مذاکراتو پر مهال د پاکستان غوښتنې هم غیرمعقولې وې.

د دفاع وزیر زیاته کړه، چې پاکستان غوښتل د ډیورنډ فرضي کرښه د رسمي سرحد په توګه وپېژندل شي، خو افغانستان دا غوښتنه نه مني.

مولوي محمد یعقوب مجاهد ټینګار وکړ، چې هېڅ هېواد ته به اجازه ورنکړي، چې د کابل امنیت ته ګواښ پېښ کړي. هغه خبرداری ورکړ، چې که کابل ناامنه شي، نو اسلام‌اباد به هم خوندي پاتې نه شي.

هغه وویل، چې افغانستان د ښه نیت له مخې یو شمېر پاکستاني زندانیان خوشې کړل او د سعودي عربستان له لارې یې پاکستان ته د خبرو او تفاهم پیغام هم واستاوه. خو د ده په خبره، پاکستان دې پیغام ته د جګړې په ژبه ځواب ورکړ.

دفاع وزیر ادعا وکړه، چې افغانستان داسې شواهد لري، چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې لپاره د داع.ش ډلې جنګیالي روزي او ملاتړ یې کوي. نوموړي وویل، د افغانستان غوښتنه دا وه چې پاکستان خپله خاوره د افغانستان پر ضد ونه کاروي، د افغانستان هوايي حریم ته درناوی وکړي او سوداګري د سیاسي فشار وسیله نه کړي.

نوموړي همداراز وویل، چې افغانستان د پاکستان له پوځي رژیم څخه غچ اخیستی او د یو افغان ملکي وګړي د وژل کېدو په بدل کې لسګونه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. هغه ټینګار وکړ، چې که جګړه لس کاله هم دوام وکړي، افغانستان یې د پرمخ وړلو توان لري.

مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاته کړه، چې اساسي ستونزه دا ده چې پاکستان په افغانستان کې داسې حکومت غواړي چې کمزوری وي او د خپل بهرني سیاست په چارو کې د اسلام‌اباد تر اغېز لاندې پاتې شي. د هغه په وینا، پاکستان له یو قوي او خپلواک افغانستان څخه وېره لري.

د دفاع وزیر له افغانانو وغوښتل، چې خپل یووالی وساتي او د هېواد د دښمنانو پر وړاندې یو موټی پاتې شي. هغه د افغانستان له خلکو څخه مننه وکړه، چې د طالبانو له ځواکونو یې پراخ ملاتړ کړی دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی، خو که څوک پر دې هېواد تجاوز وکړي، افغان ځواکونه به یې پر وړاندې کلک او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. هغه همداراز وویل، چې د افغانستان د خاورې سپکاوی به هېڅکله د افغانانو لپاره د منلو نه وي او پاکستان باید د افغانستان د هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version