Home افغانستان مظهري: پاکستان په چترال کې د طالبانو حکومت مخالفینو ته روزنیز مرکزونه جوړ کړي
افغانستان

مظهري: پاکستان په چترال کې د طالبانو حکومت مخالفینو ته روزنیز مرکزونه جوړ کړي

د بدخشان لپاره د طالبانو حکومت نوی ټاکل شوی امنیه قوماندان عبدالبصیر مظهري وایي، چې پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پښتونخوا په چترال سیمه کې د طالبانو حکومت وسله‌والو مخالفینو ته پټنځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

مظهري ویلي، د افغانستان د شمالي ولایتونو یو شمېر وسله‌وال مخالفین په چترال کې راټول شوي او د نوموړي په وینا، هلته ورته د فعالیت لپاره مرکزونه جوړ شوي دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې ممکن دغه وسله‌وال د شاه سلیم کوتل له لارې بدخشان ته داخل شي او د دغه ولایت او د افغانستان د شمال ختیځو سیمو امنیت ګډوډ کړي.

د بدخشان امنیه قوماندان ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې په هېواد کې ګډوډي رامنځته کړي او د امنیت د ټینګښت لپاره به جدي اقدامات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version