Home افغانستان وحید عمر: پاکستان ښايي د افغانستان پر وړاندې د فشار تګلاره بدله کړې وي
افغانستان سیاست

وحید عمر: پاکستان ښايي د افغانستان پر وړاندې د فشار تګلاره بدله کړې وي

د افغانستان د جمهوري حکومت پخوانی چارواکی وحید عمر وایي، پاکستان شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې پر افغانستان خپلې مستقیمې ځمکنۍ او هوايي حملې درولي، خو د ده په باور، ښايي اسلام‌اباد د فشار ورکولو لپاره خپله تګلاره بدله کړې وي.

عمر په خپله تازه تحلیلي لیکنه کې ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې بېرته نه دي عادي شوې، د دواړو لورو ترمنځ اصلي اختلافات لا هم پر ځای دي او په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې هم د پاکستان امنیتي ستونزې نه دي حل شوې.

د نوموړي په باور، پاکستان ښايي دې پایلې ته رسېدلی وي، چې د افغانستان دننه د طالبانو مصروفول، د هغوی د مخالفینو د فعالیتونو زیاتول او د داخلي امنیتي فشار رامنځته کول، تر مستقیمو پوځي بریدونو کم‌لګښته او کم‌خطره لاره ده.

وحید عمر زیاته کوي، چې په بدخشان او د افغانستان په ځینو نورو شمالي سیمو کې وروستۍ امنیتي پېښې، د طالبانو د پخوانیو قوماندانانو مخالفتونه او د وسله‌والو مخالفینو فعالیتونه ښايي د دغه بدلون لومړنۍ نښې وي؛ خو نوموړی ټینګار کوي، چې د دغو پېښو د پاکستان له مستقیم ملاتړ سره د تړاو لپاره کره معلومات او ارقام نه لري.

هغه وایي، پاکستان ښايي د طالبانو د حکومت د سقوط هڅه ونه کړي، بلکې داسې وضعیت ورته مطلوب وي چې طالبان په کابل کې واکمن پاتې شي، خو د افغانستان دننه له امنیتي فشارونو سره بوخت وي او اسلام‌اباد خپل پوځي تمرکز د پاکستان دننه پر تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو وسله‌والو ډلو واړوي.

عمر په پای کې استدلال کوي، چې د افغانستان او پاکستان شخړه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې د ده په برداشت، پاکستان ښايي د مستقیمو بمبارونو پر ځای د افغانستان دننه امنیتي او سیاسي فشار ته مخه کړې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version