Home افغانستان ټرمپ: د بګرام زندانه زرګونه ترهګر او مجرمان خوشې شوي وو
افغانستان سیاست

ټرمپ: د بګرام زندانه زرګونه ترهګر او مجرمان خوشې شوي وو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پنځه کاله وړاندې په کابل کې د ابي ګېټ په برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو لامل د پخواني ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ناسم او ګډوډ وتل وو.

ټرمپ دا څرګندونې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۲۶مې د کابل هوايي ډګر د برید د پنځمې کلیزې په مناسبت کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بایډن د ادارې د وتلو پر مهال طالبانو د بګرام له زندانه زرګونه ترهګر او مجرمان خوشې کړي وو.

ټرمپ ویلي، د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د ابي ګېټ د برید د قربانیانو له کورنیو سره لیدلي او ژمنه یې کړې وه، چې د پېښې عاملینو ته به عدالت رسول کېږي.

د امریکا ولسمشر وایي، چې د امریکايي سرتېرو د وژنې اصلي طراح یې نیولی او دا کار یې د ولسمشر او اعلی سرقوماندان په توګه له خپلو ستر ویاړونو څخه بللی دی.

ټرمپ د وژل شویو امریکايي سرتېرو کورنیو ته په خطاب کې ویلي چې دوی به هېڅکله هېر نه شي.

په ورته مهال د امریکا د جګړې وزارت د کابل هوايي ډګر د ایبي ګېټ خونړۍ چاودنې د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی به په پراخو او صادقانه څېړنو کې وارزول شي.

د دغه وزارت ویاند او د ځواکونو د وتلو د ارزونې د ځانګړي پلاوي مشر، شان پرنل، د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې څېړنیزې ډلې تر اوسه داسې معلوماتو ته لاسرسی موندلی چې د دوی له تمې بهر وو.

ایبي ګېټ چاودنه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په دروازه کې وشوه، چې پکې ١٣ امریکایي سرتیري او تر ١٧٠ افغانان ووژل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version