د افغانستان د مخکیني جمهوري حکومت د حج او اوقافو وزیر قاسم حلیمي په یوه تازه لیکنه کې ادعا کړې، چې مولانا فضل الرحمن خلیل په ۲۰۰۱ کال کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اس ای) له لارې امریکایانو ته د طالبانو نظامي مرکزونه او پټنځایونه ورښودلي وو.
قاسم حلیمي ویلي، دا موضوع هغه مهال ورته روښانه شوه کله چې دی په ۲۰۰۳ کال کې د بګرام په زندان کې بندي و.
د نوموړي په وینا، په همدې وخت کې د الرشید ټرسټ یو غړی په کندهار کې نیول شوی او بګرام ته لېږدول شوی و. حلیمي زیاتوي، چې د دغه بندي د خبرو ژباړه د کونړ یو افغان، ولید مجروح، کوله چې اوس په امریکا کې ژوند کوي.
د حلیمي په وینا، دغه پاکستانی ملا چې د الرشید ټرسټ د بلوچستان غړی او د ټبر له مخې پښتون و، د تحقیقاتو پر مهال امریکایانو ته ویلي وو:
«تاسو زه ولې بندی کړی یم؟ موږ خو له تاسو سره مرسته کړې ده. ای اس ای چې تاسو ته د طالبانو کوم نظامي مرکزونه او پټنځایونه ښودلي، هغه ټول د الرشید ټرسټ په همکارۍ درکړل شوي دي او په ځانګړي ډول په کابل کې زموږ مشر مولانا فضل الرحمن خلیل تاسو ته دا خدمت کړی دی.»
حلیمي وایي، اوس چې فضل الرحمن خلیل یو ځل بیا د علماوو د پلاوي په استازیتوب کابل ته تللی، دغه موضوع یې ذهن ته راغلې ده.
هغه د کابل له اوسنیو واکمنانو غوښتي، چې د داسې اړیکو پر وړاندې هوښیار واوسي، ځکه د ده په وینا، کله کله دښمن د دوست په بڼه راڅرګندېږي.
