افغانستان

بلال سروري: د پاکستاني بمباریو په ننګرهار او کونړ کې ملکي وګړي زیانمن کړي

افغان خبریال بلال سروري وایي، چې د پاکستان د پوځي رژیم وروستیو بمباریو په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې یو ځل بیا بې ګناه ولسي وګړي په نښه کړي دي. د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې د درنې وسلې او بمونه کارول شوي، چې له امله یې د خلکو کورونه ویجاړ شوي او ګڼ شمېر ملکي وګړي زیانمن شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو پېښو کې سپین ږیري، ښځې او کوچنیان هم اغېزمن شوي دي، هغه کسان چې له جګړې او تاوتریخوالي سره هېڅ تړاو نه لري.

سروري وایي، دا پېښې په داسې مهال رامنځته شوې، چې د روژې مبارکه میاشت روانه ده؛ هغه میاشت چې د سولې، زغم او انسانیت پیغام لري. خو د بمباریو له امله د سیمې د خلکو ژوند لا پسې ستونزمن شوی او ګڼ شمېر کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځایونو ته کډه وکړي.

سروري زیاتوي، بې ځایه شوې کورنۍ اوس په بېلابېلو سیمو کې د سرپناه، خوراک او امنیت له جدي ستونزو سره مخ دي او د بیړنیو مرستو لپاره اړ شوې دي.

بلال سروري ټینګار کوي، چې د ملکي وګړو په نښه کول د انساني ارزښتونو خلاف عمل دی او دا ډول پېښې د سولې او ثبات پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي. هغه وایي، چې اړینه ده د بې ګناه خلکو ژوند خوندي شي او داسې بریدونه پای ته ورسېږي، چې تر ټولو ډېر زیان یې عام ولس ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *