د انرژۍ یو شمېر شنونکي وایي، چې د ستراتیژیکو نفتو زېرمو ازادول کولای شي په لنډمهال کې د نړۍوالو بازارونو فشار کم کړي، خو دا اقدام د اوږدمهاله انرژۍ ستونزو لپاره بشپړ حل نه ګڼل کېږي.
د انرژۍ څېړونکي رضا مختار ویلي، چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې د امنیتي وضعیت او د کښتیو د تګ راتګ د احتمالي محدودیتونو له امله، د ستراتیژیکو نفتو زېرمو کارول د بازار د لنډمهاله ثبات لپاره یوه وسیله بلل کېږي. د هغه په وینا، که سیمهییز کړکېچ دوام وکړي، دا زېرمې به ونه شي کولای د انرژۍ د عرضه کېدو اوږدمهاله اختلال جبران کړي.
شننې ښيي، چې د انرژۍ بازارونه د هر ډول امنیتي کړکېچ پر وړاندې حساس دي، ځکه چې د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو انرژۍ لارو څخه ګڼل کېږي او د نفتو د نړیوالې سوداګرۍ یوه مهمه برخه له همدې لارې تېرېږي.
اقتصادي کارپوهان هم وایي، چې د انرژۍ په بیو کې ناڅاپي بدلونونه کولای شي پر نړۍوال اقتصاد اغېز وکړي. د دوی په وینا، د انرژۍ د بیو لوړېدل نه یوازې د وارداتو لګښتونه زیاتوي، بلکې د اقتصادي ودې پر بهیر هم اغېز کولای شي.
له بلې خوا، ځینې شنونکي باور لري، چې د اوږدمهاله کړکېچ په صورت کې د انرژۍ بازارونه، نړۍوال مالي نظام او د هېوادونو اقتصادي سیاستونه هم تر فشار لاندې راتلای شي.
کارپوهان ټینګار کوي، چې د روانو جیوپولیټیکي کړکېچونو پایلې ښايي یوازې پوځي اړخ ونه لري، بلکې د نړیوال اقتصاد، انرژۍ بازارونو او د نړۍوالو اړیکو پر جوړښت هم اغېز کولای شي.
