نړۍ

افغانستان ته نږدې امریکا په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره تړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په پاکستان کې د پېښور قونسلګري به د تل لپاره وتړي. دا قونسلګري افغانستان فرضي کرښې ته د امریکا تر ټولو نږدې ډیپلوماتیک ماموریت بلل کېده.

د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت کانګرس ته خبر ورکړی، چې د دې قونسلګرۍ تړل به هر کال شاوخوا ۷.۵ میلیونه ډالره سپما وکړي.

چارواکو ویلي، د دې قونسلګرۍ تړل به د پاکستان او سیمې په اړه د امریکا پر ډیپلوماتیکو فعالیتونو اغېز ونه کړي، ځکه د قونسلګرۍ ډېری چارې به وروسته په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت او د کراچۍ او لاهور قونسلګرۍ ترسره کوي.

پېښور قونسلګري د افغانستا فرضي کرښې ته د نږدېوالي له امله د امریکا لپاره د افغانستان اړوند ډیپلوماتیکو او لوژستیکي فعالیتونو مهم مرکز بلل کېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *