سیاست

شمالي وزیرستان فعالین ادعا کوي، د ګرځبندیزونو پر مهال د معدني شتمنیو د لېږد او انتقال لړۍ ترسره کېږي

د شمالي وزیرستان یو شمېر فعالین د یوې وېډیو په خپرولو سره وایي، چې په یاده سیمه کې وخت ناوخت ګرځبندیز لګېږي، چې پرمهال یې د پاکستان پوځ لخوا د پښتنو د معدني موادو زیربناوو څخه قیمتي مواد پنچاب ته انتقالیږي.

ځايي اوسېدونکي وایي، د دغو محدودیتونو پر مهال پاکستانی پوځ د پښتونخوا سیمو څخه معدني مواد لېږدوي او د درنو موټرو کاروانونه له سیمې تېرېږي. دوی ادعا کوي، چې د پښتونخوا پر شتمنیو نن ورځ پنجاب واک لري او ګټه ورڅخه اخلي.

د پښتونخوا فعالین د پنجاب د دغه چور او چپاول پر وړاندې د یو موټی کېدو او پر وړاندې یې د خلکو راپورته کېدو غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *