د جوزجان په یتیم تاق کې د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د سمنټو سترې فابریکې کارونه پیلېږي
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، ټاکل شوې ده، چې سبا د جوزجان ولایت د یتیم تاق په سیمه کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې عملي چارې په رسمي ډول پیل شي. د نوموړي په وینا، دغه پروژه د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونه پلې کېږي.
د معلوماتو له مخې، یاده فابریکه به په ورځ کې د ۳۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري او شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
