Home افغانستان جوزجان کې د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په لګښت د سمنټو فابریکه پیلېږي
افغانستان

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په لګښت د سمنټو فابریکه پیلېږي

د جوزجان په یتیم تاق کې د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د سمنټو سترې فابریکې کارونه پیلېږي

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، ټاکل شوې ده، چې سبا د جوزجان ولایت د یتیم تاق په سیمه کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې عملي چارې په رسمي ډول پیل شي. د نوموړي په وینا، دغه پروژه د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونه پلې کېږي.

د معلوماتو له مخې، یاده فابریکه به په ورځ کې د ۳۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري او شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version