سیاست نړۍ

د اسرائیلو ضد پوسټ تر حذف وروسته؛ خواجه اصف خپلواک پوسټونه نه دي کړي

د خواجه محمد اصف له لوري د ایران او امریکا ترمنځ د لومړي پړاو خبرو پر مهال د اسرائیلو ضد یو پوسټ، چې وروسته له خپرېدو په څو شېبو کې حذف شو، په پاکستاني او سیمه‌ییزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي و.

د یادونې وړ ده، چې د یاد پوسټ د اسرائیلو پر ضد سخت دریځ درلود او له حذف کېدو وروسته د اسرائیلو د غوسې او توندو غبرګونونو سبب شو. له دې پېښې وروسته، ویل کېږي، چې خواجه محمد اصف یوازې یو خپلواک پوسټ کړی او زیاتره وخت د نورو کسانو یا ادارو پوسټونه بیا خپروي.

یو شمېر شنونکي باور لري، چې په پاکستان کې ملکي چارواکي او وزیران بشپړ واک نه لري او مهمې پرېکړې د نورو ځواکمنو کړیو له لوري ترسره کېږي. د دوی په وینا، ډېری وزیران یوازې د سمبولیکو څېرو په توګه وړاندې کېږي، خو اصلي واک د پردې تر شا د نورو لورو په لاس کې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *