Home افغانستان زلمي خلیلزاد: افغانستان د امنیتي همکاریو لپاره چمتو دی، پاکستان دې د خبرو اترو لار خپله کړي
افغانستان سیاست

زلمي خلیلزاد: افغانستان د امنیتي همکاریو لپاره چمتو دی، پاکستان دې د خبرو اترو لار خپله کړي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د پاکستان په ملي شورا کې ځینو غړو د افغانستان سره د اختلافاتو د حل لپاره د زور پر ځای د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ پر کارولو ټینګار کړی او د اوسني سیاست د دوام لګښتونه او خطرونه یې یاد کړي دي.

خلیلزاد وایي، پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک وسله‌وال په افغانستان کې پناه ځایونه او ملاتړ لري، خو افغانستان بیا تور پورې کوي چې پاکستان د داعش خراسان څانګې او نورو مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

هغه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې اسلام‌آباد ادعا کوي له افغان حکومت سره ډیپلوماټیکې هڅې بریالۍ نه دي شوې، خو د دې ادعا د دلایلو په اړه یې روښانه معلومات نه دي وړاندې کړي.

د خلیلزاد په وینا، افغان چارواکو ورته ویلي، چې کابل د امنیتي تضمینونو د لیکلي کولو وړاندیز کړی، له پاکستانه یې هم ورته غوښتنه کړې، د ګډو همغږۍ کمېټو له لارې یې همکاري کړې، د درېیمګړي د څارنې اصل یې منلی او د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي لپاره یې عملي ګامونه اخیستي دي.

نوموړي له هغو پاکستاني سیاستوالو غوښتي، چې د خبرو اترو ملاتړ کوي، پر خپل حکومت فشار راوړي څو له افغانستان سره داسې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې یې د دواړو هېوادونو خاوره د یو بل پر ضد د ګواښونو لپاره ونه کارول شي.

خلیلزاد پوښتنه کړې، چې که افغانستان د یادو اقداماتو ترسره کولو ته چمتو وي، نو پاکستان ولې ادعا کوي چې ډیپلوماسي ناکامه شوې او اسلام‌آباد د کابل له وړاندیزونو سره کومې مشخصې ستونزې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version