د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، په افغانستان کې د روان بشري بحران اصلي لامل د بشري مرستو سیاسي کول او پر طالبانو لګېدلي بندیزونه دي، چې د هغې په وینا، د حکومت پر ځای عام خلک زیانمنوي.
زاخارووا په یوه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې کچه د نړۍ له اوسط څخه نږدې دوه برابره ده. هغې زیاته کړه، د افغانستان د بانکي شتمنیو کنګل کېدو او د نړۍوالو بشري مرستو کمېدو د بشري بحران د لا ژورېدو لامل شوی دی.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د مالي مرستو د څار ادارې د معلوماتو له مخې، روسیې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري بودجې ته یوازې دوه میلیونه ډالر مرسته کړې ده، په داسې حال کې چې د دې بودجې ټولیزه اړتیا یو اعشاریه اووه میلیارده ډالره اټکل شوې، خو تر اوسه یوازې شاوخوا ۳۳۰ میلیونه ډالر برابر شوي دي.
