ځانګړي خپرونې

د پاکستان جنګي الوتکو د بنو په بکاخېلو سیمه کې بمباري کړې

د پاکستان پوځ جنګي الوتکو د مستعمرې پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د بکاخېلو په سیمه کې هوايي بریدونه کړي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې د وسله‌والو شکمن پټنځایونه په نښه شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وایي، بمبارۍ د نرمي‌خېل، سردي‌خېل او تختي‌خېل په سیمو کې شوې دي. د دوی په خبره، په تختي‌خېل کې یو دولتي ښوونځی هم د بمبارۍ له امله زیانمن شوی دی.

پوځي سرچینې ادعا کوي، چې وسله‌والو له دغه ښوونځي د خپل مرکز په توګه استفاده کوله.
د سیمې اوسېدونکي وایي، د چاودنو غږونه ډېر قوي وو او جنګي الوتکې د اوږدې مودې لپاره د سیمې پر فضا ګرځېدې.
د امنیتي وضعیت له امله خلک زیانمنو ځایونو ته نه شي تللی.

د دغه هوایي، بریدونو له امله د مالي او ځاني زیانونو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ د کلونو کلونو راهیسې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په یو او بل نوم ښوونځي، سرکونه او د ملکي وګړو کورونه په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې په نښه کوي، چې له امله یې ډېری وخت د سیمې خلک کډه کولو ته اړ کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *