د نجونو د تعلیم د زمینه برابرولو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو د طالبانو غبرګون راپارولی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند، ضیاالله هاشمي په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې حامد کرزی د افغانستان د چارو په اړه د نظر ورکولو حق نه لري.
حامد کرزي د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق، یونیسیف، د هغه راپور په غبرګون کې چې وایي، ۳ اعشاریه ۷ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي، ویلي وو، چې د نجونو او هلکانو تعلیم د دې ستونزې د هواري لپاره مهم دی. د هغه په وینا، د عامه پوهاوي زیاتوالی د بېسوادۍ له امله رامنځته شوې ستونزې راکموي.
حامد کرزی، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې اوسي، په وار وار د نجونو د زدهکړو د حق ملاتړ کړی دی.
حامد کرزی نږدې ۱۴ کاله د افغانستان ولسمشر و او د هغه د واکمنۍ پر مهال میلیونونه نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته تللې.
