Home افغانستان رحمت شاه د ټېسټ کرکټ په نړیواله درجه‌بندۍ کې تاریخي اووم مقام خپل کړ
افغانستان لوبې

رحمت شاه د ټېسټ کرکټ په نړیواله درجه‌بندۍ کې تاریخي اووم مقام خپل کړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر رحمت شاه د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د ټېسټ لوبغاړو په درجه‌بندۍ کې د لومړي ځل لپاره د نړۍ لسو غوره لوبغاړو ته داخل شوی دی.

رحمت شاه د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټېسټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ۱۷۳ منډو له جوړولو وروسته شپږ مقامونه پورته شوی او اوس د ټېسټ توپوهونکو په درجه‌بندۍ کې اووم مقام لري.

۳۳ کلن رحمت شاه په دې سره د افغانستان لومړنی لوبغاړی شو، چې د ټېسټ کرکټ په هره برخه کې د کرکټ نړیوالې شورا لسو غوره لوبغاړو ته رسېږي.

دا د نوموړي د ټېسټ کرکټ پنځمه سلیزه او د روان کال دویمه سلیزه وه.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د روانې میاشتې په پیل کې د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه‌بندۍ کې هم خپل تر ټولو لوړ، شپږم مقام خپل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version