د یوناما نوې مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رباب فاطمه، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویکرام میسري سره کتلي.
هندي چارواکي په دې لیدنه کې د افغانانو پر بشري اړتیاوو د نړۍوالې ټولنې د دوامدار تمرکز پر اړتیا ټینګار کړی او د یوناما له رول څخه یې ملاتړ څرګند کړی.
فاطمې هم د هند د دوامدار ملاتړ ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې هیله لري دغه هېواد به له یوناما سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
فاطمه د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د ملګرو ملتونو له لوري د روزا اوتونبایوا پر ځای د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه وټاکل شوه.
