Home لوبې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام پایلوبه؛ هند او نیوزیلنډ نن د اتلولۍ لپاره سره مخامخ کېږي
لوبې

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام پایلوبه؛ هند او نیوزیلنډ نن د اتلولۍ لپاره سره مخامخ کېږي

کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د ۲۰۲۶ کال پایلوبه نن یکشنبه (د مارچ ۸مه) د هند په احمداباد ښار کې د نریندرا مودي په ستر لوبغالي کې ترسره کېږي، چې پکې د هند او نیوزیلنډ ملي لوبډلې د اتلولۍ لپاره یو له بل سره سیالي کوي.

ټاکل شوې ده، چې لوبه د ځايي وخت له مخې د ماښام په ۷:۰۰ بجو پیل شي او د نړۍ د کرکټ میلیونونه مینه وال به یې ننداره وکړي. دغه لوبغالی د نړۍ له لویو کرکټ لوبغالو څخه دی، چې شاوخوا ۱۳۲ زره نندارچیان پکې ځایېدای شي.

د هند ملي لوبډله د کوربه هېواد په توګه د دې جام له قوي مدعیانو څخه ګڼل کېږي او که چېرې نننۍ پایلوبه وګټي، نو د شل اوریز نړیوال جام دریم ځل اتله به شي او هم به لومړۍ لوبډله شي چې پرله‌پسې دوه ځله دغه جام خپل کړي.

بل لور ته، د نیوزیلنډ ملي لوبډله هڅه کوي چې د خپل تاریخ په اوږدو کې لومړی ځل د شل اوریز نړیوال جام اتلولي ترلاسه کړي. دغه لوبډله د نیمه پایلوبې په مرحله کې د جنوبي افریقا پر وړاندې له پیاوړې بریا وروسته پایلوبې ته رسېدلې ده.

د یادونې وړ ده، چې که د هوا د خرابوالي له امله لوبه بشپړه نه شي، د نړۍوال کرکټ شورا له لوري د ریزرف ورځ هم ټاکل شوې ده تر څو پایلوبه حتمي پایلې ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version