د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د روان ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۲ څخه تر اپریل ۴ پورې د پاکستان پوځي رژیم په مختلفو سیمو کې پراخ جنګي جرمونه ترسره کړي، چې پکې ولسي خلکو ته په زیاته کچه زیان رسیدلی دی.
د طالبانو د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دې جناباتو کې ۷۶۱ کسان شهیدان شوي، ۶۲۶ تنه ټپیان شوي، ۱۴۹۷۳ توغندي ویشتل شوي او ۲۷۴۰۷ کورنۍ بې ځایه شوې دي. همداراز په دې ترڅ کې ۶۶۱ څاروي تلف شوي، ۴۲ موټرونه تخریب شوي، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۱۳ مکتبونه، ۳۴ مساجد او ۲۵۶ دوکانونه بشپړ تخریب شوي دي.
د پاکستان لخوا په بمبار شوو ولایتونو کې کندهار، ننګرهار، خوست، پکتیکا، کابل، لغمان او نورستان شامل دي.
د بشري حقونو فعالین وایي، دا کړنې د ولسي خلکو پر وړاندې څرګند جنګي جرمونه دي او نړۍواله ټولنه باید په دې اړه جدي اقدام وکړي.
