افغانستان لوبې

د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو فوټبال لوبډله نن د ترکمنستان پر وړاندې لوبه کوي

د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله به د منځنۍ آسیا د ۲۰۲۶ کال د اتلولۍ په سیالیو کې د ترکمنستان پر وړاندې لوبه وکړي.

دغه لوبه نن سه شنبه، د وري ۱۸مه، د کابل په وخت د ماسپښین په ۴:۳۰ بجو د ازبیکستان په تاشکند ښار کې ترسره کیږي.

افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د قرغیزستان پر وړاندې ۲-۱ ماتې وخوړه.

دا د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډلې په دغه سیالیو کې دویمه لوبه ده، چې ترسره کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *