Home نړۍ د پاکستان په شمال کې د امریکا او اسرائیل ضد لاریونونو پر مهال ۱۰۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
نړۍ

د پاکستان په شمال کې د امریکا او اسرائیل ضد لاریونونو پر مهال ۱۰۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

راپورونه وايي، چې د پاکستان په شمالي سیمو کې د امریکا او اسرائیل ضد لاریونونو پر مهال د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او ۸۸ نور ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه پېښې د سکردو او ګیلګیت ښارونو کې رامنځته شوې دي، چېرته چې زرګونه کسان د امریکا او اسرائیل پر ضد د اعتراض لپاره راټول شوي وو.

سرچینې وايي، په سکردو ښار کې د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي، خو په ګیلګیت ښار کې بیا ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پاکستان حکومت یا امنیتي چارواکو د دغو پېښو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version