ایراني چارواکو د یکشنبې په ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې آیتالله علیرضا اعرافي، چې د څارنې شورا یو روحاني غړی دی، د ایران د موقتې رهبرۍ شورا د غړي په توګه ټاکل شوی دی.
د تشخیص مصلحت نظام ویاند، محسن دهناوي، د ټولنیزې رسنۍ اېکس (پخوانی ټویټر) له لارې په یوه پیغام کې ویلي، چې دغه ټاکنه د ایران د اساسي قانون د ۱۱۱مې مادې له مخې ترسره شوې ده.
دهناوي زیاته کړې، تر هغه چې نوی ستر مشر وټاکل شي، یوه موقته د رهبرۍ شورا جوړېږي، چې په کې د هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان، د قضایه قوې مشر او د څارنې شورا یو روحاني غړی شامل وي.
هغه ویلي، چې یادې شورا آیتالله علیرضا اعرافي د خپل روحاني استازي په توګه ټاکلی، څو د رهبرۍ تسلسل خوندي وساتل شي، تر هغه چې نوی مشر ټاکل کیږي.
ایران د یکشنبې په ورځ د خپل ستر مشر آیتالله علي خامنهيي او د یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو د وژل کېدو پخلی هم کړی دی. د ایراني چارواکو په وینا، دغه تلفات د اسرائیل او امریکا په بریدونو کې رامنځته شوي دي.
