Home نړۍ د پاکستان سترې محکمې عمران خان روغتون ته د لېږدولو امر وکړ
نړۍ

د پاکستان سترې محکمې عمران خان روغتون ته د لېږدولو امر وکړ

FILE PHOTO: Pakistan's former Prime Minister Imran Khan gestures as he speaks to the members of the media at his residence in Lahore, Pakistan May 18, 2023. REUTERS/Mohsin Raza/File Photo

د پاکستان سترې محکمې امر کړی، چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان دې له اډیاله زندانه سملاسي اسلام‌اباد کې شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي.

محکمې د عمران خان د روغتیا ارزونې لپاره د طبي بورډ د جوړېدو امر هم کړی، چې د هغه شخصي ډاکټر فیصل او خور یې عظمی خان به هم پکې شامل وي. د حکم له مخې، عمران خان به تر راتلونکې اورېدنې پورې په روغتون کې پاتې کېږي او د درملنې لګښتونه به یې کورنۍ ورکوي.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې طبي راپور کې د عمران خان د شدید اضطراب نښې ثبت شوې وې. راپور وايي، د هغه وروستی طبي معاینه د اګست پر ۱۰مه شوې او د وینې فشار یې ۱۴۰ پر ۸۰ او نبض یې په دقیقه کې ۵۴ ځله و.

سترې محکمې راتلونکې اورېدنه د سپټمبر ۱۶مې ته ټاکلې او د عمران خان د طبي معاینې د راپور د وړاندې کولو غوښتنه یې کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version