Home افغانستان حقاني: افغانستان د بیارغونې پر لوري روان دی
افغانستان

حقاني: افغانستان د بیارغونې پر لوري روان دی

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وايي، افغانستان له اوږدمهالو ستونزو، بې‌وزلۍ او نورو ننګونو وروسته د بیارغونې پر لوري روان دی او افغانان باید د روغتیا، اقتصاد، صنعت او نورو برخو کې د ځان‌بسیاینې لپاره هڅې وکړي.

حقاني له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې بشري او خیریه مرستې له سیاسي مسایلو سره ونه تړي او د افغانستان د روغتیا، پوهنې او نورو اړینو برخو د پیاوړتیا لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

نوموړي ویلي، د افغانستان خلک له نړۍ سره د دښمنۍ پر ځای د متقابل درناوي او همکارۍ اړیکې غواړي او نړیواله ټولنه دې هغه امکانات چې پخوا یې په افغانستان کې پر جګړو لګول، اوس د بیارغونې او بشري چارو لپاره ولګوي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې افغانستان اوس د بیارغونې، اخوت او ګډو ګټو پر مسیر روان دی او له نړۍوالې ټولنې سره د متقابل احترام او همکارۍ اړیکو غوښتونکی دی.

حقاني ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه دې د افغانستان له خلکو سره په ځانګړي ډول د روغتیا او پوهنې په برخو کې د بشري او خیریه مرستو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version