د طالبانو حکومت د غزني امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په قلعهجوز سیمه کې د ځمکې د ملکیت پر سر د شخړې له امله یو لوډرچلوونکی وژل شوی دی.
د غزني امنیه قوماندانۍ په خبره، د ځمکې د ملکیت د یوې موضوع د څېړلو پر مهال د غصب د مخنیوي کمېسیون له غړو او ځايي اوسېدونکو سره شخړه شوې، چې وروسته خلکو پر یوه لوډر ډبرې ویشتلې دي.
چارواکي وایي، لوډرچلوونکی لومړی سخت ټپي او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوی و، خو وروسته یې ساه ورکړې ده.
د پېښې په تړاو څو کسان نیول شوي او د قضیې په اړه څېړنې روانې دي.