د پاکستان دولتي بانک د تازه شمېرو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې تر پایه د پاکستان د مرکزي حکومت ټول پورونه ۸۰ زره او ۵۲۴ میلیارده پاکستانۍ روپیو ته رسېدلي دي.
د راپور له مخې، د روان مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د حکومت پورونه ۲ زره او ۶۳۶ میلیارده روپۍ زیات شوي دي.
د پاکستان دولتي بانک ویلي، حکومت د مالي کال تر وږي میاشتې پورې ۱ زره او ۲۸۳ میلیارده روپۍ پورونه بېرته ورکړي، خو له وږي څخه تر وري پورې یې ۳ زره او ۹۱۹ میلیارده روپۍ نوي پورونه اخیستي دي.
د شمېرو له مخې، د حکومت ۷۱ سلنه پورونه کورني دي، چې ټول ارزښت یې ۵۷ زره او ۵۶۶ میلیارده روپۍ دی. د پاکستان حکومت په تېرو شپږو میاشتو کې له کورنیو سرچینو څخه ۴ زره او ۱۴۲ میلیارده روپۍ پور اخیستی دی.
همداراز، د وري میاشتې تر پایه د حکومت بهرني پورونه ۲۲ زره او ۹۵۹ میلیارده روپۍ وو او حکومت په همدې موده کې خپل بهرني پورونه ۲۲۲ میلیارده روپۍ کم کړي دي.
