د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي، چې د پاکستان تر چتر لاندې پښتانه د ښې او هوسا ورځې خاوندان کېدای نه شي.
هغه ټینګار کړی، چې د پښتنو په سیمو کې روان جنګونه د پاکستان نیابتي او مصنوعي جنګونه دي. د ده په وینا، طالبان د دې لپاره جوړ کړای شوي دي، چې سیمه ناامنه کړي او پاکستاني پوځ ته د سیمې د نیولو او د خلکو د شړلو جواز برابر کړي.
د هغه په خبره، د دغو جګړو اصلي موخه د طبیعي زېرمو لوټل او په سیمه کې د نړۍ والو ترهګریزو پروژو پلي کول دي.
منظور پښتین ویلي، چې پر ملتونو بده ورځ راتلل تصادف نه وي، بلکې د اوږدې مودې د بېغوریو پایله وي. هغه زیاته کړې، چې له دغسې حالت څخه راوتل هم د یوې ورځې کار نه دی او اوږده مبارزه غواړي.
هغه ویلي، چې د پي ټي ایم مبارزه د هرې ملي مبارزې په څېر په لنډ وخت کې ننګونې زیاتوي، خو له ستونزو د دایمي خلاصون لپاره ملي مزاحمت یوازینۍ لار ده.
د هغه په وینا، د پاکستان ټولې رسنۍ او رسنوال د استعمار په خدمت کې واقع دي.
پښتین پاکستان یو تش په نوم ریاست بللی او ویلي یې دي، چې هیڅ ریښه نه لري او اساسي کار یې د پښتنو بېوزله کول دي.
هغه ادعا کړې، چې په تېرو دوو اونیو کې پاکستان پر پښتنو ولسونو سلګونه ډرون بمونه غورځولي او بېګناه ماشومان، ښځې او سړي یې شهیدان کړي دي.
د هغه په خبره، مولانا ادریس د پاکستان پوځ وژلی دی.
منظور پښتین ویلي، چې پاکستان د پښتنو د اقتصاد، فرهنګ او پېژندګلوۍ د له منځه وړلو په هڅه کې دی.
هغه ویلي، چې د پښتنو په سیمو کې برېښنا، انټرنیټ، تعلیم او نور اساسي خدمتونه نه وي؛ خو په همدې سیمو کې د پاکستان پوځي قلعې شتون لري چې پکې برېښنا، انټرنیټ، تعلیم، روغتون، پارک او نور ټول خدمتونه موجود دي.
پښتین ویلي، چې پنجابیان زموږ ورونه نه، بلکې زموږ پر خاوره او خلکو ظلم کوونکي دي.
هغه ټینګار کړی، چې د پاکستان ریاست د مثبت بدلون جوګه نه دی او له دې جوړښت څخه خلاصون او خپلواکي د ټولو قومونو په خیر ده. د هغه په وینا، نور قومونه د آزادۍ مبارزه کوي او که څه هم پښتنو ناوخته کړې، خو یوه ورځ به خپل هدف ته رسېږي.
منظور پښتین ویلي، چې افغانان ټولنیزې شبکې، په ځانګړي ډول ټیک ټاک، په سمه توګه نه کاروي.
هغه ویلي: نه موږ ورک یو او نه پاکستان رانه ورک دی؛ یوه ورځ به سره مخامخېږو. موږ بېوسه یو، خو ناهیلي نه یو او خپل دښمن پېژنو.
د هغه په وینا، علي وزیر، حاجي صمد، نور الله ترین او حنیف پښتین د وطن د آزادۍ په جرم بندیان دي او که وغواړي د واکمنو غوښتنو ته غاړه کېږدي، هماغه شېبه به له زندانه راووځي.
منظور پښتین بلوڅو ته په ځانګړي خطاب کې ویلي، چې موږ له تاسو سره یو. هغه ویلي، چې ماهرنګ بلوچ او نور بلوچ زندانیان یې نه دي هېر کړي او د پښتنو او بلوڅو ملګرتیا تاریخي ده. د هغه په وینا، دواړه ولسونه به یوه ورځ خپل ارمان ته رسېږي.
