افغانستان ځانګړي خپرونې

راپورونه: په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو پر مهال یو شمېر جوماتونه ویجاړ شوي

له مستعمرې پښتونخوا بېلابېلو سیمو څخه خپاره شوي راپورونه وایي، چې د پاکستان د پوځ له لوري د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې په تېرو دوو اوونیو کې لږ تر لږه ۹ جوماتونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، درې جوماتونه په شمالي وزیرستان د شیوا سیمه کې او شپږ نور جوماتونه په جنوبي وزیرستان، خیبر، باجوړ، کرم، هنګو او کوهاټ ولسوالیو کې اغېزمن شوي دي.

راپورونه زیاتوي، چې دغه جوماتونه د بمونو، ډرون بریدونو او توپچي ډزو له لارې زیانمن شوي او په ځینو مواردو کې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. ځايي اوسېدونکي وایي چې ځینې جوماتونه د استوګنې سیمو کې وو او د ویجاړۍ له امله شاوخوا سیمو ته هم زیان رسېدلی دی.

په ځینو سیمو کې د جوماتونو د تخریب په اړه بېلابېل غبرګونونه راپورته شوي او ځايي خلک او ديني کړۍ د دغو پېښو په اړه اندېښنه څرګندوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *