Home نړۍ د پاکستان د حکومت ټول پورونه ۸۰ زره او ۵۲۴ میلیارده روپیو ته رسېدلي
نړۍ

د پاکستان د حکومت ټول پورونه ۸۰ زره او ۵۲۴ میلیارده روپیو ته رسېدلي

د پاکستان دولتي بانک د تازه شمېرو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې تر پایه د پاکستان د مرکزي حکومت ټول پورونه ۸۰ زره او ۵۲۴ میلیارده پاکستانۍ روپیو ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، د روان مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د حکومت پورونه ۲ زره او ۶۳۶ میلیارده روپۍ زیات شوي دي.

د پاکستان دولتي بانک ویلي، حکومت د مالي کال تر وږي میاشتې پورې ۱ زره او ۲۸۳ میلیارده روپۍ پورونه بېرته ورکړي، خو له وږي څخه تر وري پورې یې ۳ زره او ۹۱۹ میلیارده روپۍ نوي پورونه اخیستي دي.

د شمېرو له مخې، د حکومت ۷۱ سلنه پورونه کورني دي، چې ټول ارزښت یې ۵۷ زره او ۵۶۶ میلیارده روپۍ دی. د پاکستان حکومت په تېرو شپږو میاشتو کې له کورنیو سرچینو څخه ۴ زره او ۱۴۲ میلیارده روپۍ پور اخیستی دی.

همداراز، د وري میاشتې تر پایه د حکومت بهرني پورونه ۲۲ زره او ۹۵۹ میلیارده روپۍ وو او حکومت په همدې موده کې خپل بهرني پورونه ۲۲۲ میلیارده روپۍ کم کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version