افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوی مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکی برونو لمارکي کابل ته رسېدلی دی.
د یوناما په وینا، نوموړي د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۶مه نېټه په کابل کې خپله دنده پیل کړه.
یوناما ویلي، چې نوموړی د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش له لوري ټاکل شوی او د اندریکا راټواټې ځای ناستی دی.
د معلوماتو له مخې، برونو لمارکي به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیتونو همغږي پر مخ وړي او د یوناما د پراختیايي څانګې مشري به هم پر غاړه ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د یوه پرېکړهلیک په تصویب سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.
د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو د دې پرېکړهلیک په ملاتړ رایه ورکړې ده.
