د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د ۲۵م تلین په مناسبت، د پاکستان یو شمېر رسنیو نن د نوموړي ژوند، سیاسي او پوځي فعالیتونو او په افغانستان کې د هغه د رول په اړه بېلابېل مطالب، ځانګړې خپرونې او راپورونه خپاره کړي دي.
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکي وايي، چې پاکستاني رسنیو د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت زیات تمرکز کړی او په خپلو خپرونو کې یې نوموړي ته بېلابېل ستاینیز لقبونه ورکړي دي.
دوی دغه پوښښ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو سیاسي او امنیتي اختلافاتو په رڼا کې ارزوي.
یو شمېر شنونکي هم باور لري، چې په دې وروستیو کې د پاکستان ځینې رسنۍ د افغانستان له اوسني وضعیت، د طالبانو د حکومت له مخالفو ډلو او د هغوی له فعالیتونو سره اړوندو موضوعاتو ته زیات پام اړوي.
احمدشاه مسعود د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۹مه په تخار ولایت کې د دوو ځانمرګو بریدګرو په برید کې ووژل شو.
