افغانستان

اتمر: د افغان محصلانو د زده‌کړو حق باید د سیاسي شخړو قرباني نه شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت پرمهال د بهرنیو چارو مخکیني وزیر حنیف اتمر، د افغان محصلانو د زده‌کړو په اړه پاکستان وروستیو اقداماتو اندېښمن کړی دی.

اتمر ویلي، په تېرو دوو ورځو کې په افغانستان کې د خاتم‌النبیین علمي مرکز تړل کېدو او په پاکستان کې له طبي زده‌کړو د یو شمېر افغان محصلانو د بېرته ستنولو پرېکړې، د زرګونو افغان ځوانانو د زده‌کړو راتلونکې له جدي اندېښنو سره مخ کړې ده.

نوموړي د خاتم‌النبیین مرکز د تړل کېدو غندنه کړې او له طالب چارواکو یې غوښتي، چې د دغه بنسټ د بیا پرانیستلو او د محصلانو د زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړي.

اتمر له پاکستاني چارواکو هم غوښتي، چې د افغان محصلانو د بېرته ستنولو په پرېکړه کې له سره غور وکړي او هغوی ته اجازه ورکړي، چې خپلې زده‌کړې په خوندي او باعزته توګه بشپړې کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي ستونزې باید د افغان محصلانو د زده‌کړو د حق د محدودولو لامل نه شي.

د اتمر په وینا، د افغان ځوانانو د زده‌کړو له حق څخه دفاع، د افغانستان د راتلونکي او په سیمه کې د سولې او ثبات څخه دفاع ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *